کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهوررئیس غني د امریکا د کانګرس رئیس او ورسره پلاوي سره وکتل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 میزان 1397 ساعت 12:50

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماښام د امریکا متحدو ایالتونو د ګانګرس رئیس پاول رایان او ورسره پلاوي سره وکتل.



په دې کتنه چې په ارګ کې وشوه، دواړو لورو د دوه اړخیزې همکارۍ پر پراختیا، تروریزم سره پر مبارزې، سیمه‎‎ییزو مسایلو، د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ستراتېژۍ پر مثبتو اغېزو، په امنیتي او دفاعي سکتور کې د اصلاحاتو، د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د چمتووالي او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني پاول رایان او ورسره پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ په ملکي او نظامي سکتورونو کې د اصلاحاتو او سولې پروسه کې د هڅو په اړه خبرې وکړې او له یوې نیمې لسېزې څخه زیات یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا متحدو ایالتونو د مرستو او همکارۍ قدرداني وکړه.
د امریکا متحدو ایالتونو د ګانګرس رئیس او ورسره پلاوي په ملکي او نظامي سکتورونو کې د اصلاحاتو او دغه راز تروریزم ضد مبارزه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو قدرداني وکړه او له افغانستان سره یې د امریکا متحدو ایالتونو د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ
 


د مطلب کود: 172374

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172374/جمهوررئیس-غني-د-امریکا-کانګرس-رئیس-او-ورسره-پلاوي-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com