دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۵
د مطلب کود : 172369
د امریکا خاص نماینده د افغانستان سولې چارو کې عربستان ته لاړ
زلمی خلیل زاد د پاکستانی چارواکو سره خبرو اترو وروسته، عربستان ته سفر کړی او د محمد بن سلمان، ولیعهد، وزیرانو شورا معاون او ددی هیواد دفاع وزیر سره لیدنه کړی دی.

په دی لیدنه کې د دواړو هیوادونو اړیکې او همدارنګه د افغانستان موضوع به اړه هڅې څیړل شوی دی.
د عربستان استخباراتو معاون او خارجه وزیر د امریکا سفارت مسؤولین په ریاض کې هم په دی لیدنه کې حضور درلود.
دا په داسی حال کې دی چی پاکستان او امریکا هم د سعودی عربستان شاملول لپاره د افغانستان سولې چارو کې توافق ته رسیدلی دی.
پاکستانې رسنۍ خبر ورکړی دی چی سعودی عربستان شاملونه په دی هڅو کې، ددی هیواد خارجه وزارت کې د پاکستانی چارواکو سره زلمی خلیلزاد لوړمدته خبرو اترو کې مطرح شوی دی.
همدارنګه د امریکا سفارت ویاند په اسلام آباد کې ویلی دی چی ښاغلی خلیلزاد د پاکستان کلیدی چارواکو سره لیدنه کړی او په دی لیدنو کې، د افغانستان لپاره سیاسی توافق ته رسیدو څرنګوالی باندی بحث شوی دی.
ددی ګزارشونو په اساس، قاضی خلیل، د پاکستان سفیر په روسیه کې هم اعلان کړی چی د مسکو ناسته د افغانستان سولې پروسی لپاره، د همدی میاشی په آخر کې او یا نوامبر میاشتې لومړۍ اونۍ کې ترسره کیږی.
 
https://avapress.com/vdcd9x0fnyt05s6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته