دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۹
د مطلب کود : 172341
د انتخاباتو کمېسیون: تر جمعې ورځې به د بایومیټریک سېستم ټولو مرکزونو ته ولېږل شي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د بایومټریک د سېستم دستګاوې او د رأیې ورکوونکو نوملړ به د جمعې تر ورځې ټولو انتخاباتي مرکزونو ته انتقال شي.
د ولسي جرګې د انتخاباتو د نېټې په رانېږدې کېدو سره دغه کمېسیون ډاډ ورکوي چې د رأیې ورکوونکو نوملړ او د بایومټریک سېسټم دستګاوې فراه، بادغیس، هرات، زابل، کندهار، ارزګان، هلمند او نیمروز ته انتقال شوي دي.
د یاد کمېسیون ویاند او کميشنر سید حفیظ‌الله هاشمي د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې دغه مواد به تر جمعې ورځې پورې ټولو انتخاباتي مرکزونو ته انتقال شي.

نوموړي زیاته کړه:"د بایومټریک سېسټم دستګاوې او د رأیې ورکوونکو نوملړ به نن بدخشان، بغلان، کندز تخار، پکتیکا، بامیان، دایکنډي او غور ته انتقال شي چې دغه مواد به د جمعې تر ورځې پوري ټولو ولایتونو ته ورسېږي، همدارنګه دغه انتخاباتي توکي نن ولسوالیو ته هم د انتقال په حال کې دي."
د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د روانې میزان میاشتې په ۲۸ مه ترسره کېږي چې دا مهال ورته له غزني پرته، په ټول افغانستان کې انتخاباتي کمپاینونه روان دي.
دغو انتخاباتو ته د کورنیو او بهرنیو بنسټونو زرګونو څارونکو نوم لېکنه کړې ده.
د ولسي جرګې په راتلونکو انتخاباتو کې د بایو میټریک له سېستمه ګټه اخیستنه د هېواد د بېلابېلو سیاسي ګوندونو مهمه غوښتنه وه.
دغو ګوندونو ویلي وو چې د بایومیټریک سېستم استعمال په انتخاباتو کې د درغلیو مخه نیسي.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdox0ffyt05s6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته