کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار مروارید کانال دوهم برخې جوړونې تړون لاسلیک شو

15 میزان 1397 ساعت 19:12

په ننګرهار ولايت کې د دوو میليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د مرواريد کانال د دوهمې برخې د جوړونې تړون لاسليک شو.



د ننګرهار والي حيات‌الله حيات نن په يوه کنفرانس کې وويل، د دغه تړون په مرسته به د کانال په دوهم فاز کې د بيارغونې ګڼې پروژې عملي شي.
ښاغلی حیات زیاتوي:
"دغه قرارداد تقريباً د دوو میليونه امريکايي ډالرو په ارزښت دى. کارونه به‌يې په دوو کلونو کې بشپړېږي. په دغه کانال کې زابرونه، پلونه، پلچکونه، محافظتي ودانۍ شاملې دي چې د سيمې اوسېدونکو ته به د کار زمينه برابره شي."
د مرواريد کانال د بيارغونې دغه تړون له جاپاني شرکت «PMS» سره لاسليک شوى دى.
په ښېوې ولسوالۍ کې د مرواريد په نوم کانال چې ٢٤ کېلو متره اوږدوالى او ١١ متره بر يا سور يې دى، لومړۍ برخه‌يې په ٢٠٠٣ میلادي کال کې پرانیستل شوې وه.


د مطلب کود: 172191

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/172191/ننګرهار-مروارید-کانال-دوهم-برخې-جوړونې-تړون-لاسلیک-شو

آوا
  https://www.avapress.net