د غزني او پکتیکا اوسېدونکي وايي، د دغه ولایتونو ترمنځ د لویې لارې په بندېدو له ستونزو سره مخ دي.
غزنی او پکتیا لارو د خلاصون لپاره عملیات پیل شوي
15 میزان 1397 ساعت 11:07
د غزني او پکتیکا اوسېدونکي وايي، د دغه ولایتونو ترمنځ د لویې لارې په بندېدو له ستونزو سره مخ دي.
دا خلګ وایی،چی د پاخه سړک پرځای پر خامه لارو تګ راتګ کوي، د یوه ساعت پر ځای په دوه- درې ساعتونو کې رسېږي، خولې یې له خاورو ډکې او سخت تکلیف ورباندې تیرېږي.
بل لور ته په غزني کې نظامي چارواکي وايي، د دې لارې د خلاصون او د یاد سړک د بیا رغونې په هدف یې عملیات پیل کړي دي چې د «سینې» تر سیمې رسیدلي دې.
په زون کې د ملي اردو د ارکان رئيس روح الله په کوه باد سیمه کې خبریالانو ته وویل، وسلهوالو طالبانو د دې لارې له بندېدو وروسته نېږدې پنځه کیلو متره پوخ سړک اړولی دی.
هغه زیاته کړه:
"د دې لارې له خلاصونه وروسته به پر دغه لاره د هوايي او ځمکني ځواکونو په ملاتړ له ۱۵ تر ۲۰ امنیتي پوستې واچوو، څو خلک په ارامه پرې تګ راتګ وکړي، طالبانو د عامو خلکو پر مخ دغه سړک ویجاړ کړی او خلکو تهیې زیان اړولی دی."
په غزني کې د ملي اردو د ارکان رئیس ډګرمن حکیم خان هم وویل:
"عملیات د غزني اندړو ولسوالۍ د سينې تر سیمې رسیدلي او نور هم پر مخ روان دي، پهدې عملیاتو کې يې وسلهوالو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده."
وسلهوالو طالبانو تراوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
د غزني، پکتیکا دغه لاره څه بادې څلور میاشتې وړاندې هغه مهال وسلهوالو طالبانو وتړله چې د غزني پر اندړو ولسوالۍ یې ډلهییز بریدونه وکړل، خو عامو خلکو ته يې په خامه سیمو کې د تګ راتګ اجازه ورکوله.
د مطلب کود: 172164