جمهوررئیس غني د بلخ علماو سره په کتنه کې: بلخ ولایت به د ملي او مذهبي وفاق د الګو په توګه پاتې شي
جمهوررئیس غني د علمای کرامو د متفقې فتوا مننه وکړه چې د طالبانو د جګړې مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې راوست او زیاته یې کړه، د حکومت او علماو ترمنځ واټن لمنځه تللی او علما له څنډې څخه متن ته راغلي.
د هېواد جمهوررئیس بلخ ولایت د ملي او مذهبي وفاق بېلګه وبلله وې ویل، پر هر هزاره او شعیه برید پر جمهوررئیس برید دی. هغه زیاته کړه، بلخ به د ملي او مذهبي وفاق د الګو په توګه پاتې شي.
جمهوررئیس غني وویل، په ټولو ولایتونو کې جامع جوماتونه په خاص معمارۍ سبک جوړېږي او همدا اوس په ولایتونو کې له ۲۰ زیاتو جوماتونو کار روان دی.
همداراز جمهوررئیس وویل، د امنیت تامین او د حکومت په جوړښت کې د علماو حضور ته جدي پاملرنه کېږي.