د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، محمد اشرف غنی د افغانستان ولسمشر نن سهار د یو عالی رتبه دولتی هیآت په راس کې بلخ ولایت ته ورسید.
ولسمشر خپل سفر په جریان کې د نظامی او ملکی مسؤولینو او بیلابیلو اقشارو سره کتنې سربیره، د ابوعلی سینای بلخی ۳۶۰ بستریزه حوزوی روغتون هم افتتاح کړ.
دا روغتن چی د ۳۶۰ بستر په ظرفیت په پنځه طبقه کې په اساسی توګه اعمار شوی دی، ۱۵ میلیون یورو لګښت درلودلی او لګښت یی د آلمان فدرال دولت له لوری ورکړل شوی دی.