ویل کیږی، باد غیس او پکتیا ولایتونو کې افغان امنیتی پوځ عملیات کړی دی.
پکتیا ولایت کې ۲۶ تنه وسله وال وژل شوی
10 میزان 1397 ساعت 21:54
ویل کیږی، باد غیس او پکتیا ولایتونو کې افغان امنیتی پوځ عملیات کړی دی.
د افغان غږ خبري آژانش د خبر له مخي، د ملې دفاع وزارت نن ورځ په یوه خبرپاڼه کې څرګندوی، افغان ځواکونو په یاد ولایتونو کې د وسله والو طالبانو پر ضد هوايي او ځمکني بریدیونه تر سره کړي دي.
سرچینی زیاتوی، په دغه عملیاتو کې ۴۸ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په خبر پانه کي ویل شویی، افغان پوځ د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۲۶ وسله وال طالبان وژلي، ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
سرچنیو وایی، چې د افغان پوځیانو د بادغیس په بالامرغاب او د فراه ولایت په مرکز کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال ۱۲ وسله وال وژلي او ۷ نور یې ټپیان شوې دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه رسنیو ټه څه نه دی ویلی.
د مطلب کود: 171962