راپورونه وایی، بادغیس کې د افغان یوې امنیتي پوستې ۹ سیمه ییز پولیس د وسله والو طالبانو سره یو ځای شوی دی.
بادغیس ولایت کې ۹تنه پولیس له وسله والو سره یوځای شوی
6 میزان 1397 ساعت 12:42
راپورونه وایی، بادغیس کې د افغان یوې امنیتي پوستې ۹ سیمه ییز پولیس د وسله والو طالبانو سره یو ځای شوی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د ابکمري ولسوال نن ورځ په دی اړه رسینو ته ویلي، یاد پولیس پرون د بادغیس په ابکمري ولسوالۍ کې له طالبانو سره یو ځای شوي دي.
سرچینی وایی، پولیس ددغه ولسوالۍ د خالق آباد سیمې د یوې پوستې سرتېری وو او وسلې یې هم له ځان سره وړي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.
د مطلب کود: 171655