کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اردوغان:

د سوریه ادلب اسلحو خالی سیمو څخه تروریستانو وتنه

4 میزان 1397 ساعت 15:53

د ترکیه ولسمشر، په نیویورک کې وویل: تروریستی ډلې د ادلب ولایت اسلحو څخه خالی سیمو څخه وتنه شروع کړیده چی ددی لپاره، نږدی دوه اونۍ مخکې ترکیه او روسیه ولسمشران توچی ناسته کې توافق ته رسیدلی وو.



د آوا په ګزارش سره، رجب طیب اردوغان د ترکیه ولسمشر وویل: په قدرت کې د بشاراسد حضور ادامه په سیوری کې په سوریه کې د سولې لپاره هڅی ادامه نه شی پیدا کولای.
هغه آندرو برانسون امریکایی کشیش اړوند کیسی په اړه چی ترکیه کې کورنۍ حبس کې وخت تیروی، زیاته کړه: دا قضات دی چی د هغه برخلیک ټاکې نه سیاستمداران.
اردوغان وویل: دا مساله قضایی دی او برانسون د تروریسم اړوند تورونو لپاره نیول شوی دی او بل ناسته د هغه لپاره د اکتبر په ۱۲ ترسره کیږی، نه پوهیږم چی محکمه به کوم تصمیم ونیسی خو سیاستمداران هیڅ نقش په حکم کې نه لری.
هغه وویل: زه د ولسمشر په حیث، د هغه ازادی فرمان صادرولو لپاره حق نه لریم، قضایی دستګاه مستقل دی او باید ووینو چی محکمه کوم تصمیم نیسی.
 


د مطلب کود: 171562

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171562/د-سوریه-ادلب-اسلحو-خالی-سیمو-څخه-تروریستانو-وتنه

آوا
  https://www.avapress.com