دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۶
د مطلب کود : 171494
د لوړ بار لېږدونکو وسیلو د بارونو د کنټرول په موخه ګرځنده تلو په کار پیل کړی دی

 د ټولګټو وزارت وایي، چې د سړکونو د ویجاړۍ او لوړ بار لېږدونکو وسیلو د بارونو د کنټرول په موخه ګرځنده تلو په کار پیل کړی دی.
د ټولګټو وزارت مرستیال، انجنیر عبدالرحمان صلاحي، د سه شنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه د خبري کنفرانس پر مهال وویل:" ټولګټو وزارت د لوړ بار لرونکو وسیلو د بارونو د کنټرول په برخه کې له مالیې او ترانسپورټ وزارتونو سره په همغږۍ د ګرځنده تلو د چارو د کنټرول لپاره مؤقت طرزالعمل ترتیب او تر منظورۍ وروسته یې پلی کړی دی."  
د دغه طرزالعمل په لومړۍ ماده کې راغلي، چې د ټولګټو وزارت د تلو د انسجام آمریت د پرسونل لخوا په کنټرولي لارو او سړکونو کې په دوامداره توګه ګرځنده کنټرول تر سره کېږي.
د طرزالعمل درېمه ماده وایي، چې د اضافه بار لرونکو وسیلو د خبرداري په موخه، د هغوی رسمي اسناد(لایسنس، پلېټ، د سیر او خط السیر کتابچې) ور څخه اخیستل کېږي او تر یوې معلومې مودې وروسته د ټولګټو وزارت د تلو د انسجام د آمریت لخوا تر ټاپې او نښاني کېدو وروسته، بیاځلي هغوی ته سپارل کېږي.
همدارنګه په دې ماده کې راغلي، چې له ۱ څخه تر ۳ ټنو اضافه بارۍ په صورت کې د موټر چلونکي لایسنس او خط السیر کتابچه د پنځلسو ورځو لپاره، له ۳ څخه تر ۱۰ ټڼو اضافه بارۍ په صورت کې د چلونکي لایسنس او د موټر جواز سیر او د خط السیر کتابچه د یوې میاشتې لپاره او له ۱۰ ټنو څخه د زیاتې اضافه بارۍ په صورت کې د چلونکي لایسنس او د موټر جواز سیر او د خط السیر کتابچه د دوو میاشتو لپاره ور څخه اخیستل کېږي.
دغه طرزالعمل امنیتي ارګانونه په ځانګړي ډول د لویو لارو پولیس او امنیتي حوزې مکلفوي، چې د دندو پر مهال د ګرځنده کنترول له ټیم سره د اضافه بارلرونکو وسیلو په درولو کې له هغوی سره مرسته وکړي.     
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb98b8arhbzap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته