دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۴
د مطلب کود : 171488
عبدالله عبدالله: حکومت مشرتابه په راتلونکې ټاکنو کې بایومټریک څخه اخیستنې څخه ملاتړ کوی
د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي د حکومت مشرتابه له بایومټریک څخه په استفادې له رڼو او با اعتباره ټاکنو ملاتړ کوي.

نوموړی دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو له عمومي سرمنشي انتونیو ګوتیرس سره د کتنې پر مهال وکړې.
د اجرائیه ریاست دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې اجرائيه رئیس عبدالله (د نیویارک په وخت د دوشنبې په ماسپښین، د تلې 2مه 1397) د ملګرو ملتونو له عمومي سرمنشي انتونیو ګوتیرس سره د ملګرو ملتونو په دفتر کې ولیدل.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې ناسته کې، د ملګرو ملتونو عمومي کلنۍ سرمشریزې ته د اجرائيه رئیس د سفر هرکلی وکړ او په افغانستان کې د سولې او ثبات تامين یې د دې سازمان له هیلو څخه وګڼله.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار وکړ چې د رڼو او با اعتباره ټاکنو ترسره کول کولای شي چې په افغانستان کې د سیاسي سثبات له ټینګښت سره همکاري وکړي.
اجرائيه رئيس د ملګرو ملتونو او د افغانستان قضایاوو ته د هغه له ځانګړې پاملرنې څخه د مننې ترڅنګ د افغانستان د قضایاوو او سیاسي ـ امنیتي وضعیت، پرمختګونو او ننګونو روښانه تصویر وړاندې کړ.
د اجرائیه ریاست د دفتر له مخې، ډاکټر عبدالله په دې ناسته کې ټینګار وکړ چې د ملي یووالي حکومت له بایو میټریک سیستم څخه په استفادې رڼو او با اعتباره ټاکنو ترسره کېدو ته ژمن دی او په دې برخه کې ملګرو ملتونو او نورو همکارو ادارو سره همکاري کوي.
اجرائيه رئیس همدارنګه په ژنیف ناسته کې د افغان حکومت د حضور او حساب ورکولو لپاره د حکومت له چمتووالي خبر ورکړ.
هغه وویل، چې د افغانستان او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې تر اوسه د پاکستان په سیاستونو کې د جدي تحول شاهدان نه دي او ټینګار یې وکړ چې له اوسنیو ستونزو څخه د بیرون رفت یوازینۍ لاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ رښتینې همکاري ده.
ډاکټر عبدالله عبدالله د کډوالو، راستنېدونکیو او بېځایه شویو د موضوع په اړه وویل، چې هېواد یې دې مسالې ته رسیدګي کوي؛ خو د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې فعال او اغېزمن حضور او همکارۍ لپاره اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو سرمنشي له افغانستان سره د کاملې همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې  زموږ موخه دا ده چې په افغانستان کې ادارې پر خپلو پښو ودرېږي، سوله او ثبات تامین شي.
 
https://avapress.com/vdcevz8zvjh8fei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته