ویل کیږی، کونړ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي عملیاتو کې ۵ تنه داعشیان وژل شوي دي.
کنړ ولایت کې ۵ تنه وسله وال وژل شوی
1 میزان 1397 ساعت 21:05
ویل کیږی، کونړ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي عملیاتو کې ۵ تنه داعشیان وژل شوي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي نن ورځ په دی اړه ویلی دی، چی بهرنیو ځواکونو پرون، د یاد ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې پر داعشیانو هوايي برید کړی دی.
سرچینی زیاتوی، چې په یاد برید کې ۵ تنه داعشیان وژل شوي دی.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.
د مطلب کود: 171338