دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۰
د مطلب کود : 171281
په انتخاباتو کې د بایومټریک له سیسټمه د استفادې په اړه د ولسمشر غني څرګندونې

د افغانستان ولمسشر محمد اشرف غني ویلي د بایومټریک له سیسټم څخه استفاده د ټاکنو پروس کې د روڼتیا لپاره مهم ګام دی.

ولسمشر غني دغه څرګندونې د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب په موخه په جوړه شوې غونډه کې وکړې.
ارګ ماڼی به یوه بیان کې ویلي، چې جمهوررئیس د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د بایومتریک سیستم څخه استفاده د ټاکنو پروسې د شفافیت لپاره مهم ګام وباله.
هغه زیاته کړه، چې له طالبانو سره زموږ توپیر په دې کې دی چې موږ د خلکو رایو ته مراجعه او پرې تکیه کوو، خو طالبان پر ټوپک تکیه کوي.
ولسمشر غني ټینګار وکړ د امنیتي او دفاعي منسوبینو په ګډون هیڅوک په ټاکنو کې د مداخلې حق نه لري او د هر ډول مداخلې په صورت کې به قانون پرې پلی کېږي.
هغه وويل، د قانون لمخې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره کېږي او د ټاکنو کمېسیون دفترونه باید پرانیستي وي، د یادو دفترونو د تړلو لپاره هیڅ ډول دلیل د منلو وړ نه دی.
د ارګ ماڼی په وینا، په دې غونډه کې د امنیتي او دفاعي سکتور په رهبرۍ او د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر غړو سربېره د قول اردوګانو قومندانانو، د امنیت رئیسانو او د هېواد د یو شمېر ولایتونو د امنیې قومندانانو هم حضور درلود
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfcydyyw6de0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته