بادغیس امنیتی چارواکې د هیواد په لویدیځ کې وایی چی په تیرو ۱۵ ورځو په جریان کې د طالبانو او امنیتی ځواکونو ترمنځ په دی ولایت کې سخت نښتی رامنځته شوی چی طالبانو ته سخت مرګژوبله اوښتی دی.
بادغیس جوند ولسوالی کې طالبانو ته سخت تلفات اوښتي
31 سنبله 1397 ساعت 12:16
بادغیس امنیتی چارواکې د هیواد په لویدیځ کې وایی چی په تیرو ۱۵ ورځو په جریان کې د طالبانو او امنیتی ځواکونو ترمنځ په دی ولایت کې سخت نښتی رامنځته شوی چی طالبانو ته سخت مرګژوبله اوښتی دی.
د آوا په ګزارش سره، د بادغیس سیمه ایز چارواکو معلوماتو په اساس په تیرو ۱۵ ورځو کې د ۱۰۰ څخه ډیر شورشیان په دی ولایت کې وژل شوی او ټپیان شوی دی.
همدارنګه د سرچینی معلوماتو په اساس په دی نښتو کې د ۲۰ څخه ډیر امنیتی ځواکونه هم ژوبل شوی دی.
په تازه وو پیښو کې په یو مسلحانه برید نښته کې د امنیتی ځواکونو او طالبانو ترمنخ د جوند په ولسوالی کې، د دولت لس تنه مخالفین وژل شوی او اوه تنه نور یی ټبیان شوی دی.
د طالبانو سیمه ایز چارواکو په وینا طالبانو د جوند ولسوالی قریه جاتو کې امنیتی پوستونو باندی بریدونو په ترسره کولو سره قصد درلود دا پوستی تصرف کړی چی د امنیتی ځواکونو له لوری په شا وټمبول شو او هغوی ته سخت تلفات واوښت.
همدارنګه په دی نښتو کې دری تنه ملی اردو سرتیری هم په شهادت رسیدلی دی.
د مطلب کود: 171211