دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۳۶
د مطلب کود : 171026
پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

د ننګرهار د رسنیو دفتر څرګنده کړې، چې پولیسو د ټاکنو خپلواک کمیسیون مخې ته لګول شوې خیمې ټولې او ۱۶ اعتراض کوونکي یې ونیول.

د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د ننګرهار ولايت د ټاکنو خپلواک کميسیون د دروازې مخې ته تېره ورځ له مازيګر وروسته د لوی ملي ائتلاف په نوم خیمې ودرول شوې؛ خو د امنیه قومندانۍ په مشرۍ امنيتي ځواکونو د شپې ناوخته یادې دوه خیمې ټولې او له پولیسو سره مقاومت کوونکي شپاړس کسان یې ونيول.
ننګرهار امنيه قومندان مل پاسوال غلام سنايي ستانکزی وايي، د ټولو هغو کسانو سره به تر ټولو سخت قانوني چلند شي، چې ناقانونه کړنې تر سره کوي.
دمګړۍ په دې ولایت کې د ټاکنو خپلواک کميسون دروازې په عادي ډول د خپلو مامورينو او ټولو مراجعينو پرمخ پرانيستې دي .
تېره اوونۍ یاد ائتلاف په بلخ، کندهار او هرات ولایتونو کې اعتراضي خیمې ودرولې؛ خو د هرات پولیسو اړوند خیمه ټوله او یو شمېر اعتراض کوونکي یې ونیول؛ خو تر دې دمه په بلخ او کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون در وازې د اعتراض کوونکیو لخوا تړلې پاتې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دغه کمیسیون تېره ورځ په هغو ولایتونو کې د پارلماني ټاکنو له ځنډوو خبرداری ورکړ، چې په کې د کمیسیون دفترونه وتړل شي.
د افغانستان د لوی ملي ائتلاف د ننګرهار استازيو تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccisqse2bqmx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته