دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۲
د مطلب کود : 170943
عبدالله عبدالله: امریکا سره امنیتی او دفاعی تړون باندی بیاکتنه د وضعیت سره مرسته نه شی کولای
د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون د بیا کتنې په اړه غبرګون وښود.

ښاغلي عبدالله د وزیرانو شورا په نننی غونډه کې د وینا پر مهال وویل، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون بیا کتنه د افغانستان له وضعیت سره مرسته نشي کولای.
هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې د القاعدې او د نورو ترهګرو ډلو ګواښونه موجود دي او پخوا هم داسې ګواښونه موجود وو.
د یادونې وړ ده چې تېرې چهارشنبې په ورځ په ولسي جرګې کې د خلکو ځینو استازو د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون د بیا کتنې طرحه تصویب کړه.
د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون ویلي وو چې دغه تړون افغانستان ته هیڅ ګټه نه ده رسولې.
هغه زیاته کړه، چې د امنیتي او دفاعي د موجودیت سره سره افغانستان هره ورځ تلفات ورکوي او په همدې خاطر د ولسي جرګې یو شمېر وکیلان له امریکا سره د امنیتي تړون بیا کتنه غواړي.
 
https://avapress.com/vdcjxyevtuqeahz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې