دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۳
د مطلب کود : 170932
عامې روغتیا وزارت د پولیو د له منځه وړلو په مبارزه کې د ټولنې د لازیاتې ملاتړ غوښتنه کوي
  
د پولیو کوم وروستۍ مثبته پيښه چې د ارزګان ولایت څخه راپور شوه، د پولیو په له منځه وړلو کې د ټولنې د وګړو د لازیاتې ونډې د اړتیا ښودنه کوي.
دغه پيښه د یاد ولایت په شهید حساس ولسوالۍ کې رامنځته شوه چې په ترڅ کې له بده مرغه یو ۱۱ میاشتنې هلک ماشوم د تل لپاره فلج شو. په دې سره په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پيښو شمیر په روان زیږدیز کال کې ۱۳ پیښو ته رسیږي. افغانستان په روان کال کې په نړۍ کې تر ټولو ډیرې مثبتې پښې لري چې ټول ټال د نړۍ ۷۵ سلنه د پولیو پيښې په همې هیواد کې ثبت شوي دي. 
دعامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز وویل: دغه پيښه د ټولنې لپاره ويښونکی پیام دی چې دخدای مکړه د هغوی د غفلت په پایله کې زمونږ نور ماشومان په دې ناروغۍ اخته نشي. مونږ سږکال د تیر کال په پرتله د پولیو د پيښو د لوړ خطر سره مخ يو. سره له دې چې د پولیو د له منځه وړلو پروګرام خپله دنده ددې ناروغۍ د پيښو په موندنه او څارنه کې په ښه توګه ترسره کړې او تل هڅه کوي چې نور ماشومان ددې بدمرغې ناروغۍ څخه وژغوري، خو د ټولنې د وکړو د مرستې او ونډې پرته نشي کولای دغه ناروغۍ په بشپړه توګه له منځه یوسي. عام وکړي باید د پولیو په منځه وړنه کې ونډه واخلي او د پولیو واکسین د کمپاینونو په بریالي پلي کیدو په تیره بیا په هغو ولسوالیو کې ددې ناروغۍ د لوړ خطر سره مخ دي، مرسته وکړي.
په افغانستان کې دا مهال شاوخوا ۱،۲ میلیونه ماشومان له بده مرغه د پولیو ضد واکسین څخه بې برخې پاتې کیږي. دا ځکه چې دوی په هغو ولسوالیو کې ژوند کوي چېرې چې د پولیو واکسین کمپاینونو ته کور په کور اجازه نه ورکول کیږي، یا کورنۍ د پولیو واکسین څخه ډډه کیږي او یا هم کله چې واکسیناتوران کورنو ته ورځي، ماشومان د واکسین کولو لپاره نه راویستل کیږي. کور په کور د پولیو ضد واکسین کمپاین یواځنۍ لاره ده چې په دې سره کولای شو پولیو محو کړو. کومې کورنۍ چې د پولیو ضد واکسین څخه ډډه کوي، ګویا هغوی خپل ماشومان په خپل لاس د پولیو د اخته کیدو په خطر کې اچوي. په نړۍ کې د مسلمانانو میلیونونه ماشومان د پولیو په وړاندې د واکسیناسیون د پرله پسې کمپاینونو په پایله په خوندي توګه وقایه کړي دي. د افغانستان، پاکستان او نایجریا هیوادونو څخه پرته د نړۍ هر اسلامي هیواد پولیو ناروغۍ له خپلې خاورې محو کړې ده. 
دعامې روغتیا وزیر وویل: زه غواړم چې په ډاګه یې کړم چې د پولیو په وړاندې دا یوه بې پرې مبارزه، موخه یې ددې ناروغۍ څخه یوازې د هیواد دماشومانو خوندي ساتل دي. په تیرو ۳۰ کالو کې له هغې مودې څخه چې نړۍ ددې ناروغۍ د له منځه وړلو په خاطر سره راغونډ شول، د افغانستان، پاکستان او نایجریا هیوادو څخه پرته د نړۍ نور هیوادونه د پولیو د له منځه وړلو هدف ته ورسیدل. افغانستان کیدلای شي یو داسې هیواد شي چې د پولیو د له منځه وړلو ویاړ د ټولې نړۍ لپاره وګټي که چیرې ددې ناروغۍ په وړاندې په ګډه مبارزه وشي. 
په افغانستان کې لاهم د ګرمې او تودوخې موسم جریان لري چې په کې د پولیو ویروس سرایت او انتقال زیات وي. کوم ماشومان د کمپاینونو په بهیر کې د غیابت او یا د کمپاینونو د ممانعت له وجې له واکسین څخه پاتې کیږي، هغوی ژر تر ژره نیږدې روغتیايي مرکز ته د واکسین کولو لپاره یوړل شي. د پولیو ضد واکسین په بشپړه توګه خوندي دی او هیڅ ډول منفي جانبي عوارض نلري. نوي زیږیدلی او ناروغ ماشومان تر ټولو ډیر واکسین ته اړتیا لري، ځکه د هغوی د بدن دفاعی سیستم کمزوری او که چیرې واکسین نشي، ډیر ژر په پولیو اخته کیږي.  د پولیو ضد واکسین د هیواد او نړۍ په کچه د ديني عالمانو له خوا تائید شوی او ورکول یې ماشومانو ته حتمي او ضروري بللی دی. د پولیو واکسین راتلونکي کمپاین د روان کال د سپټمبر له ۲۴ څخه تر ۲۸ ڼیټې پورې د هیواد په هغو سیمو کې چې د پولیو د لوړ خطر سره مخ دي، پلي کیږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchxvnzi23nqwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته