دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۱
د مطلب کود : 170924
عبدالرب رسول سیاف سره د ولسمشر غنی او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله کتنه
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف سره ولیدل.

ارګ ماڼی په یوه لنډ بیان کې ویلي، چې ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله له ښاغلي سیاف سره د کتنې پر مهال پر یو لړ مهمو ملي مسایلو بحث او خبرې کړي.
خبرپاڼه زیاتوي ”د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن سهار د جهادي رهبر استاد سیاف په بلنه د سهارنۍ لپاره د کابل پغمان ولسوالۍ کې د هغه کور ته ورغلل. “
د ارګ ماڼی په وینا، په دغه میلمستیا کې دوی د ورځنیو مسائلو ترڅنګ د هېواد په روانو سیاسي او امنیتي موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.
د جمهوري ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې نور جزئیات نه دی ورکړل شوي خو دا په داسې حال کې ده چې د افغانانو په مشری د سولې لپاره هلې ځلې تیزې شوې دي.
ښاغلي سیاف تردې مخکې ویلي و چې د افغانستان لوی ملي ائتلاف او یو شمېر بانفوذه شخصیتونه دې نتېجې ته رسېدلي چې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو لپاره یو پلاوی وټاکي.
 
https://avapress.com/vdciruaz5t1ay32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته