د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني وایي په کابل ښار کې د امنیتي وضعیت د ښه والي په موخه د کابل په امنیتي رهبرۍ کې جدي تغیرات راغلي او باتجربه کسان په دندو ګمارل شوي دي.
ولسمشر غنی: کابل ښار امنیتی رهبرۍ کې جدی بدلونونه راغلی دي
25 سنبله 1397 ساعت 12:13
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني وایي په کابل ښار کې د امنیتي وضعیت د ښه والي په موخه د کابل په امنیتي رهبرۍ کې جدي تغیرات راغلي او باتجربه کسان په دندو ګمارل شوي دي.
ولسمشر غني دغه څرګندونې پرون د کابل د لویدیځ د خصوصي ښوونځیو له مدیرانو سره د کتنې پر مهال وکړې.
ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې دغه کتنه چې په چهارچنار ماڼۍ کې وشوه په پیل کې محمدعارف فطري او سید عبدالله احمدي د نورو په استازیتوب د کابل د لویدیځ د خصوصي ښوونځیو په ځانګړي ډول د یادو ښوونځیو د امنیت د ټينګښت په اړه خپلې ستونزې مطرح کړې.
ولسمشر غني د وروستیو تروریستي پېښو او د محرم لسیزې د رارسېدو په خاطر د تسلیت ترڅنګ وویل، د کابل پر لویدیځ برید زموږ پر ملي یووالي، اتحاد او مذهبي وفاق برید دی.
د ارګ ماڼی په وینا، ولسمشر غني د خصوصي ښوونځینو له مدایرانو وغوښتل چې د امنیتي ارګانونو سره په همغږۍ دې ستونزې او تهدیدات وارزوي او د حل لپاره دې اقدام وشي.
هغه وویل، کابل په څلورو امنیتي زونونو وېشل شوی او په کابل امنیه قومندانۍ کې یو معاونیت د کابل د لویدیځ د امنیت مسئولیت په غاړه لري.
ولسمشر غني دغه راز د پوهنې وزارت سرپرست ته لارښوونه وکړه چې د خصوصي ښوونځیو له مدیرانو سره په مشوره دې د یادو ښوونځیو د مقررې پر تعدیل کار وکړي او د خصوصي ښوونځیو له مدیرانو سره دې غونډه وکړي.
د مطلب کود: 170862