دخپریدو نیټه :جمعه ۱۶ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۰۶
د مطلب کود : 170248
امریکا دفاع وزیر جیمز متیس په یو نااعلان شوي سفر کابل ته ورسید
د امریکا متحده ایالتنو د دفاع وزیر جنرال جیمز متیس نن سهار په یو نااعلان شوي سفر کابل ته رارسیدلی دی.

د امریکا پوځ لوی درستیز جنرال جورف ډنفورډ هم له جنرال متیس سره په دغه سفر کې ملتیا کوي او ټاکل شوې چې نوموړی د خپل سفر په ترڅ کې له ولسمشر محمد اشرف غني او نورو چارواکو سره هم لیده کاته وکړي.
په پام کې ده چې جنرال جیمز متیس به په کابل کې د خپلې ایسارتیا پر وخت د ناتو په مشرۍ د قاطع ملاټړ د ماموریت له قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره د کتنې ترڅنګ په افغانستان کې د میشتو امریکایي سرتیرو سره هم وګوري.
جنرال متیس تر دې مخکې خبریالانو ته ویلي و چې د وروستیو تاوتریخوالو سره سره د سولې د خبرو پیلېدو ته هیله مند دی.
د یادونې وړ ده چې د افغانانو په مشری د سولې خبرو اترو د پیل لپاره هلې ځلې تیزې شوې دي.
تر دې مخکې داسې راپورونه هم خپاره شوي وو چې ګواکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالي الیس ویلز او د طالبانو سیاسي استازو د افغانانو په مشری د مذاکراتو لپاره په ممکنه لارو چارو خبرې کړي دي.
 
https://avapress.com/vdchkvnz623nqid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته