دخپریدو نیټه :جمعه ۱۶ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۶
د مطلب کود : 170242
غور تولک ولسوالۍ باندی وسله والو طالبانو ډله ایز برید
د غور ولایت امنیتي چارواکي، پر تولک ولسوالۍ د وسله والو طالبانو د ډله ییز برید خبر ورکوي.

د غور سرپرست امنیه قوماندان سید ضیا حسیني په دی اړه ويلی، چې وسله والو طالبانو پرون مازیګر پر تولک ولسوالۍ له دریو خواوو برید وکړ او زیاته یې کړه چې د ملي پولیسو په ځوابي ډزو یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی:
" دښمن له دریو خواوو حملې پیل کړې وې خو اوس د شاتګ په حال کې دی او په تولک ولسوالۍ کې وضعیت ښه دی."
د غور د امنیه قوماندانۍ سرپرست همداراز وویل چې په نښته کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو ده یې د شمیر په اړه څه ونه ویل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcbagb85rhbz5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته