د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي نن ورځ په دی اړه رسنیو ته ویلی دی، چې امنیه شهرک ولسوالۍ امنیه قوماندان د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوی دی.
دوی څرګندوی، چې امنیه قومندان د دغه ولایت له مرکزه شهرک ولسوالۍ ته ۲۰۰ټنه غنم سکورټ کول چې په اضطراري حالاتو کې باید ترې استفاده شوې وای، خو د لارې په اوږدو کې د وسله والو طالبانو له کمین سره مخ شوی.
هغو وایی، د یاد د برید په پایله کې نوموړی له خپلو دوو ساتونکو سره وژل شوی دی.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.