دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۹
د مطلب کود : 170085
امریکا بهرنیو چارو وزیر نن اسلام آباد ته ځی
ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نن اسلام اباد ته ورشي او دغلته له پاکستاني چارواکو سره وګوري.

په دې سفر کې د مایک پامپیو سره د امریکا د پوځ د لوی درستیزانو د کمیټې مشر جنرال جوزیف ډانفورډ هم ملګری دی.
دا په پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ د حکومت له رامنځ ته کیدو وروسته لومړنی لوړپوړی امریکايي چارواکی دی چې دې هیواد ته سفر کوي.
ټاکل شوې ده چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه، له پاکستان سره د امریکا لغوه شوې مالي مرستې او دوه اړخیزې اړیکې به د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو د اجنډا په سر کې وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د پوځ لوی درستیز په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي چې د یو کال راهېسې پر اسلام اباد د واشینګټن فشارونه زیات شوي، څو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې خپل چلند بدل او اقدامات زیات کړي.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په تیرو اولس کلونو کې یې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې ډېرې قربانۍ ورکړي چې باید له پامه ونه غورځول شي.
https://avapress.com/vdcg7z9qnak9uz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته