د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د جعلي تذکرو او سټيکرونو په پلټنو کې د سیاسي ګوندونو په شمول، هر څوک چې ښکېل وګڼل شي، د قانون له مخې به ورسره چلند وشي.
د کورنیو چارو وزارت: جعلي تذکرو او سټيکرونو کې ښکېلو کسانو سره به قانوني چلند وشي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 سنبله 1397 ساعت 16:24
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د جعلي تذکرو او سټيکرونو په پلټنو کې د سیاسي ګوندونو په شمول، هر څوک چې ښکېل وګڼل شي، د قانون له مخې به ورسره چلند وشي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د جعلي تذکرو او سټيکرونو د سرچینو د موندلو په هدفیې جدي پلټنې پیل کړې دي.
د یاد وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۱۲» ازادي راډيو ته وویل، که په دغو پلټنو کې د سیاسي ګوندونو په شمول چې د اسناد راټولونکي دي، هر څوک ښکېل وګڼل شي، قانوني چلند به ورسره وشي.
د کورنیو چارو وزارت د افغانستان له لوی ملي ائتلافه غواړي چې په پلټنو کې ورسره لازمه مرسته وکړي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وایي:"له همدغو سیاسي ګوندونو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې کله دوی له خلکو سره معلومات او اسناد شریکوي، دوی دې له کشفي، امنیتي او استخباراتي بنسټونو سره هم معلومات شریک کړي، تر څو وکولای شو اصلي عاملینیې پیدا کړو."
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لوی ملي ائتلاف چې له یو شمېر ګوندونو جوړ دی، د شنبې په ورځ شااوخوا یو لک تذکرې چې انتخاباتي سټيکرونه هم پرې لګېدلي وو، له رسنیو سره شریکې کړې.
دا ائتلاف ادعا لري چې جعلي تذکرې او سټيکرونه په انتخاباتو کې د حکومت په ګټه د درغلۍ په هدف جوړ شوي دي.
خو د افغانستان د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي ادارې او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پرون یکشنبه په دوی لګېدلې د درغلۍ هر ډول ادعاوې رد کړې.
د مطلب کود: 169955