دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۳
د مطلب کود : 169930
ارګ: د ۱۲.۲ میلیون درسي کتابونو د چاپ د قرارداد په ګډون ۱۲ پروژې منظور شول
د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي د ملي تدارکاتو وروستي غونډې په ترڅ کې د ۸۲۹ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۲ پروژو قراردادونه منظور شوي.

ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې د غونډې په ترڅ د پوهنې وزارت د نشراتو ریاست د ۱۲ برخو په ګډون  د اړتیا وړ دري او پښتو ژبو د ۱۲.۲ میلیون  درسي کتابونو د برابرولو او چاپ او د پایتخت زون د پراختیا خپلواکې ادارې اړوند د ۴.۹۵ کیلو متراوږد سرک د جوړولو او د لوګر ولایت د محمد اغې صنعتي پارک کې د ۲۸۵ جریبه ځمکې د هوارولو قراردادونه منظور شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د کرنې او اوبو لګولو وزارت اړوند دوو برخو کې د هېواد د ۳۴ ولایتونو مرکزونو او والسوالیو ته د مزار شریف د کود او برېښنا له فابریکې څخه د ۲۰زره متریک ټن یوریا کیمیاوي کوډ د انتقال او د ښار او کور جوړولو وزارت اړوند د کابل د نوي موزیم د ودانۍ جوړولو د نقشې او ډیزاین د کار پروژې قراردادونه هم د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري منظور شوي.
د ارګ ماڼی په وینا، همدارنګه د کانونو او پطرولیم وزارت مسوولینو د هرات ولایت د شیدایي مسو کان په اړه غونډې ته معلومات ورکړل. له بحث او غور وروسته  یې وړاندیز او د تدارک موضوع تائید کړه او تصمیم ونیول شو چې په ټولو مواردو یې د کابینې په غونډه کې بحث وشي.
له بامیانو څخه تر دوشي پورې د ۲۳،۷ کیلو متر اوږد سړک جوړولو پروژې قرارداد د ورکړې په اړه د ملي تدارکاتو کمېسیون د مخکېنیوپرېکړو د لارښوونو د تحقق راپور او فواید عامې وزارت اړوند د افغانستان د ساختماني  لابراتوارونو د ایجاد او تجهیزاتو پروژې (ANCL) د وړاندېز غوښتنه ملي تدارکاتو کمېسیون تائید کړه.
ارګ ماڼی وایي په دې غونډه کې د ولسي جرګې د مالي او بودجې او ملي اقتصاد کمېسیونونو، د افغانستان د شفافیت څار بنسټ، د سیګار او د غوڅ ملاتړ سیستیکا ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdsn0fzyt09n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته