دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۴۰
د مطلب کود : 169904
امریکایی قومانده، روسیه د افغانستان بی ثباته کولو هڅو باندی تورن کړ
جنرال نیکلسون؛ امریکایی او ناتو ځواکونو پخوانۍ قوماندان په افغانستان کې ویلی دی چی روسیه د افغانستان په بی ثباته کولوس ره او د امریکا او امریکا ائتلافی شرکاوو ترمنځ اختلاف رامنځته کولو لپاره هڅې کوی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دا امریکایی قومانده چی تیره ورځ یکشنبه خپل مسؤولیت و جنرال اسکات میلر ته پریښوده، په سیمه کې د روسیه اهدافو په اړه دا خبری مطرح کړ.
دا په داسی حال کې دی چی په دی اخیرو کې ځینی ګزارشونه خپور شوی دی چی په اساس یی روسیه هڅه کوی د افغانستان سولې پروسی سره مرستې په بهانه، د طالبانو څخه د افغانستان جنګ او سولې معادلاتو کې خپل نفوذ لاندی ځواکونو په حیث ګټه واخلی.
جنرال نیکلسون په دی اړه ویلی دی چی موږ پوهیږو چی روسیه هڅه کوی چی په افغانستان کې زموږ نظامی لاسته راوړنې او نظامی پرمختګونه کم کړی.
هغه وویل چی په دی کې شک نشته چی روسیه غواړی د امریکا او مرکزی آسیا شرکاوو د افغانستان په شمول ترمنځ واټن رامنځته کړی.
دا په داسی حال کې وو چی قرار وو روسیه د سپتامبر په ۴ نیټه د افغانستان او طالبانو او امریکا او ځینی نورو هیوادونو ترمنځ ناستې کوربه توب وکړی؛ خو دا ناسته ددی وروسته وځنډول شو چی اشرف غنی، د روسیه دعوت په هغه ناسته کې ګډون لپاره رد کړ.
له بل لوری، امریکا همدارنګه هیله مند دی چی دولت او طالبانو ترمنځ مذاکرات ترسره شی.
 
https://avapress.com/vdce7o8zejh8poi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته