کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکایي ځواکونو په پکتیا ولایت کې تر ۵۰ زیات وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 سنبله 1397 ساعت 16:49

پکتیا ولایت د احمد اباد ولسوالی په مربوطاتو کې د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې تر ۵۰ زیات وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.




په جنوب ختېځ کې د ۲۰۳ تندرقول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د وسله والو په وړاندې تازه هوایي برید د زرګل غړه اړوندو سیمو کې ترسره شوی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د هوایي برید په ترڅ کې شاوخوا ۳۰ وسله وال وژل شوي او لږ تر لږه ۲۲ نور ټپیان شوي دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي ”ئیتلافي هوایي ځواکونو د پکتیا ولایت احمدآبا ولسوالۍ د زرګل غره اړوند سیمو کې پر وسله والو ترهګرو هوایي برید کړی، ۳۰ تنه وسله وال یې وژلي او ۲۲ تنه نور ژوبل کړيدي. “
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پکتیا د افغانستان په جنوب ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د پکتیا په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 


د مطلب کود: 169782

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169782/امریکایي-ځواکونو-په-پکتیا-ولایت-کې-تر-۵۰-زیات-وسله-والو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com