افغانستان برشنا شرکت چارواکې وایی چی افغانستان ته د ازبکستان ۱۰۰۰ میګاوات وارداتی برشنا پروژی کار په جدی توګه ادامه لری او په راتلونکې اتو میاشتو کې به د برشنا لین وصلیدنه د سرخان څخه تر کابل پوری به پوره شی.
افغانستان ته د ازبکستان ۱۰۰۰ میګاوات بریشنا لیږد پروژی تسریع کولو لپاره هڅې
6 سنبله 1397 ساعت 10:59
افغانستان برشنا شرکت چارواکې وایی چی افغانستان ته د ازبکستان ۱۰۰۰ میګاوات وارداتی برشنا پروژی کار په جدی توګه ادامه لری او په راتلونکې اتو میاشتو کې به د برشنا لین وصلیدنه د سرخان څخه تر کابل پوری به پوره شی.
د آوا په ګزارش سره، یو ازبکستانی هیئت د دیمتری کالبوسکې په شمول او عبدالخالق اوز الکتروست شرکت مشر د ازبکستان خارجه وزیر سره کابل ته راغلی دی.
دا هیئت د عملیاتی مشر انجنیر عبدالوکیل ناصری او حمیدالله زاهد افغانستان برشنا شکرت اداری او مالی ریاست سرپرست تعهد کړي چی ددی پروژی تسریع په برخه کې به جدی هڅې وکړی او تر ټاکل شوی وخت پوری به ددی پروژی کال پای ته ورسیږی.
برشنا شرکت عملیاتی مشر ازبکستان هیئت لوری ته وویل چی ددی پروژی دیزاین او سروی کار په ښه توګه مخته ځی.
په همدی حال کې دواړه لورو ازبکستان څخه افغانستان ته د وارداتی برشنا ډیرولو په اړه د ۳۰۰ میګاواتو څخه ۵۰۰ میګاواتو پوری، هم بحث کړی دی.
د یادولو وړ دی چی ازبکستان همدا اوس ۳۰۰ میګاوات بریشنا افغانستان ته صادروی.
د مطلب کود: 169555