دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۴
د مطلب کود : 169461
د ملی امنیت شورا مشرتابه په حیث د ډاکټر حمدالله محب ژمنې
د افغانستان د ملي امنیت شورا رئیس ډاکټر حمدالله محب نن د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا دغه بنسټ کارکوونکو ته ور وپېژندل شو او رسماً خپل کار پیل کړ.

ولسمشر محمد اشرف غني د ډاکټر محب له معرفي کولو وروسته وویل افغانستان له ځینو هېوادونو او بین المللي سازمانونو سره عمده ستراتیژیکې او امنیتي اړیکې لري او د دغو اړیکو مدیریت د ملي امنیت شورا له اساسي دندو څخه دي او په امنیتي برخه کې  د بین المللي او سیمه ییزې اجماع مدیریت  هم د دغه بنسټ دندې دي.
هغه زیاته کړه ”له دې امله چې ډاکتر حمدالله محب مبتکر او بریالی سفیر و او په داسې هېواد کې یې خپله دنده په بریالیتوب ترسره کړه چې په ټولو برخو کې د افغانستان لپاره ډېر ارزښت لري، مننه کوم. “
وروسته د ملي امنیت نوي سلاکار ډاکتر حمدالله محب د جمهوررئیس له باور څخه په مننې وویل ”دا لوی مسوولیت دی، لکه څنګه مې چې د سفارت چارې پر مخ یووړې، لا زیاته هڅه به وکړم چې دغه دنده هم په ښه توګه سرته ورسوم. “
ډاکتر محب زیاته کړه ”ښاغلی اتمر زمونږ دوست او نږدې همکار پاتې شوی او د هغه د زحمتونو او کړنو مننه کوم او له هغه سره خپلو مشورو ته دوام ورکوم. “
هغه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو او زړورتیاو قدرداني وکړه او د ملي امنیت شورا کارکوونکو ته یې ډاډ ورکړ چې خپلې دندې د پخوا په شان مخ ته یوسي او د هغوی په همکارۍ به د دغه بنسټ چارې لا پیاوړې شي.
 
https://avapress.com/vdcceoqss2bqe08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته