چارواکي وايي، د چین په شمال ختیځ هاربين ښار کې نن سهار وختي یوه هوټل کې اور لګېدلی چې لږترلږه ۱۸ کسان پکې وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان شوي دي.
د چین یوه هوټل کې اور لګېدو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
4 سنبله 1397 ساعت 13:03
چارواکي وايي، د چین په شمال ختیځ هاربين ښار کې نن سهار وختي یوه هوټل کې اور لګېدلی چې لږترلږه ۱۸ کسان پکې وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان شوي دي.
د واکمن کمونيست ګوند د رسنیو څانګې په یوه بیان کې ویلي چې د پيښي د لامل په اړه يې څېړنې پيل کړي دي.
د چین رسمي خبري اژانس راپور ورکړی، اور نن سهار په ځايي وخت ۴:۳۶ د هوټل په څلور پوړيزه ودانۍ کې بل شو چې ۴۰۰ متره مربع سیمه يې وسوځوله او تر ۳ ساعتو وروسته اور غلی کړای شو.
د سیمه ييزو چارواکو په خبره، اوس هم په ودانۍ کې د ژغورنې عملیات روان دي.
د مطلب کود: 169438