دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۷
د مطلب کود : 169436
پارلمانی ټاکنو یو نامزد په کابل کې ووژل شو
جلال الدین صالحی پارلمانی ټاکنو نامزد د کابل ولایت شکردره ولسوالی څخه تیره ورځ ووژل شو.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، تراوسه ددی قتل مقصد نه دی معلوم خو ویل کیږی چی جلال الدین صالحی تیره ورځ د امنیتی ځواکونو له لوری د شکردره په ولسوالی کې په قتل رسیدلی دی.
جلال الدین صالحی د ۱۳۹۷ کال پارلمانی ټاکنو یو تن کاندیدانو څخه وو.
د صالحی ځینی پلویان په ټولنیز پاڼو کې لیکلی دی چی دا کس په ناځوان مردانه توګه د دولتی ځواکونو له لوری په قتل رسیدلی دی.
ځینی ددی پلویانو څخه ویلی چی جاسوسان او غلامان ناسالم رقابت په کوهدامن کې په لاره اچولی او اوس په شکردره کې غواړی د ترور لاری څخه دولت آدرس څخه مخته لاړ شی.
هغوی دولتی لوړپوړۍ چارواکو څخه غوښتی چی باید ددی قضیی ځوابګویه وی او نور نه شی کولای داسی کارونو باندی د شکردره خلګو غږ بند کړی.
دا په داسی حال کې دی چی تراوسه هیڅ دولتی رسمی سرچینه د جلال الدین صالحی قتل څرنګوالی په اړه څه نه دی ویلی.
 
https://avapress.com/vdcexo8zpjh8pei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته