دخپریدو نیټه :جمعه ۲ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۱
د مطلب کود : 169325
افغانستان بهرنیو چارو وزارت: طالبانو ګډون د مسکو په ناسته کې ضروری نه دی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي طالبانو له افغان حکومت سره د سولې د مخامخ خبرو وړاندیز رد کړی دی.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د افغانستان، روسیې اونړیوالې ټولنې له پرلپسې هلو ځلو سره سره طالبانو له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو وړاندیز ته د رد ځواب ویلی دی.
په اعلامیې کې چې د پنجشنبې په ورځ (اګست۲۳) خپره شوه، ټېنګار شوی دی چې په مسکو کې "د افغانستان پر سولې نړیوالو مذاکراتو" کې د طالبانو ګډون ضروري نه دی. طالبان وايي خپل استازي دغه غونډې ته استوي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د سولې لپاره د روسیې هلې ځلې ستایلي دي، خو وايي چې دوی په دغو خبرو کې ګډون نکوي. واشنګټن هم ویلي دي د مسکو د سولې په غونډه کې برخه نه اخلي.
واشنګټن او افغان حکومت ټېنګار کوي چې باید د افغانستان د سولې خبرې د افغانانو له لوري او د افغانانو په مشرۍ وشي.
روسیه وايي چې د مسکو غونډه به ښه نتیجه ولري، په همدې حال کې د افغانستان د امنیت شورا له روسیې غوښتي چې پر طالبانو فشار راوړي چې له کابل سره مخامخ خبرې وکړي.
https://avapress.com/vdcb59b8srhb0fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته