دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۰۶
د مطلب کود : 169297
جنرال جان نیکلسن پر اسلام آباد باندی زیات فشار راوړلو غوښتونکې شو
په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان پر اسلام اباد د زیات فشار راوړلو غوښتنه وکړه.

واشنګتن یوکال مخکې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره په خپله ستراتیژي کې پر پاکستان د فشار د زیاتیدو خبره کړې وه، خو جنرال جان نکلسن وایي چې له لویه سره دا ستراتیژي تر دې دمه بریالۍ ده او د پاکستان له نوي صدراعظم عمران خان سره کابل ګټورې خبرې کړې دي.
په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان وایي چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د متحد ایالتونو د ولسمشر د ستراتیژي کال پوره شو، خو لاهم طالبان په پاکستان کې ازادانه ګرځي راګرځي او هلته د خپلو ټپیانو درملنه کوي.
جنرال جان نکلسن تیره شپه له کابله په واشنګتن کې د ویډیو کنفرانس له لارې خبریالانو ته وویل چې په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت او دفاع وزارت په مستقم ډول له اسلام اباد سره غږیدلی شي.
جنرال نکلسن په ورته وخت کې دا خبره وکړه چې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني او د پاکستان د نوي صدراعظم عمران خان ترمنځ خبرې پیل شوې دي او اړیکي په ښه کیدو دي:
« څه چې وینو موږ هڅوي. په ځینو برخو کې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې پرمختګ رامنځته شوی چې دا د ولسمشر غني د عمل د پلان نتیجه ده او په پوځي برخه کې هم همکاري بهتره شوې. زه خبر یم چې افغان مشران هیلمن دي، ګټورې خبرې د نوي صدراعظم او ولسمشر غني ترمنځ پیل شوې دي»

ځیني کتونکي په دې باور دي چې د پاکستان په چلند کې په تیر یوکال کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی نو د افغانستان لپاره د امریکا ستراتیژي اغیزمنه نه ده، خو په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نکلسن وایي چې تر دې دمه د دې ستراتیژي بریا په دې کې ده چې د سولې او پخلاینې لپاره زمینه برابره شوې ده، ده د عرفې له ورځې راورسته د دریو میاشتو په مخه د ولسمشر غني مشروط اوربند ته هم اشاره وکړه چې طالبانو تر اوسه نه دی منلی او د ستراتیژي په اړه یې وویل:
« ستراتیژي نژدې کال مخکې اعلان شوه، په شپږو میاشتو کې موږ د سولې د دوو وړاندیزونو شاهدان یوو او د طالبانو د مشر له لورې د امریکا خلکو ته لیک استول شوی، ولسمشر غني د سولې وړاندیز کړی بیا موږ په لسو میاشتو کې لومړی اوربند ولید او اوس بل اوربند اعلان شوی چې لا نه دی پلی شوی خو اصلي ټکی د سیاسي خبرو پیل دی»
جنرال نکلسن د ستراتیژي د بریالیتوب په برخه کې د جولای په میاشتې کې په بروکسل کې د ناټو د مشرانو غونډې ته هم اشاره وکړه چې د ناټو غړیو هیوادو او د هغو هیوادو مشرانو چې د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې ځواکونه لري، ژمنه وکړه چې له افغان ځواکونو سره به تر ۲۰۲۴ کال پورې مرسته کوي، خو ده داعش ته اندیښنه ښکاره کړه او ویې ویل چې دا ډله درې کاله مخکې نه وه او په افغانستان کې ۲۱ ترهګرې ډلې فعالې دي.
https://avapress.com/vdcjhhevauqem8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته