دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۵۸
د مطلب کود : 169295
افغان کومانډو ځواکونو په فاریاب کې پر طالب وسله والو عملیات کړي
د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالی په مربوطاتو کې د افغان پوځ کومانډو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو ۱۰ غړي وژل شوي.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې کومانډو ځواکونو وړمه شپه د وسله والو پر یوه قرارګاه عملیات ترسره کړل.
سرچینه زیاتوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو ۱۰ غړي وژل شوي او یو شمېر وسلې، مهمات، او پوځي تجهیزات د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
فاریاب د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د فاریاب  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
تر دې وړاندې هم د شمالي ولایتونو لپاره د طالبانو نظامي مسئول مولوي مطیع الله په ګډون ۱۰۲ وسله وال مخالفین د هوایي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي وو.
شاهین قول اردو د دوشنبې په ورځ وویل چې د بلچراغ او ګرزیوان ولسوالیو ترمنځ په حمام چشمه سیمه کې د درېیو هوایي بریدونو په ترڅ کې ۱۰۲ وسله وال وژل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شویو کې د شمالي ولایتونو لپاره د طالبانو نظامي مسئول مولوي مطیع الله، مولوي عبدالباقي مشهور په عمر، قوماندان شیرزاد او مولوي جبار مشهور په بلال هم شامل دي.
 
https://avapress.com/vdchwwnzm23n-id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته