دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۰
د مطلب کود : 169239
تکمیلی/ عیدګاه مسجد کې د مسلح مهاجمانو نښتې پای؛ په ارګ کې آوا خبرنګار: د ۱۵ راکتو نښتې غږ واوریدل شو
نجیب دانش، د داخله وزارت ویاند خبر ورکړی چی کابل ښار عیدګاه مسجد کې مهاجمانو او امنیتی ځواکونو نښته پای ته رسیدلي او مهاجمان له منځه وړل شوی دی.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، نجیب دانش چی مخکې د خبرنګارانو سره د نښتو پّ سیه کې خبری کولی، وویل چی تروریستان د دوو کرولا ډوله او باربری کوچنی موټرونو څخه په ګټه اخیستنه د راکتی بریدونو په ترسره کولو عیدګاه مسجد کې نښتې ترسره کړی دی، خو هغه وویل چی نه ویل کیږی دوی تر دی سیمې پوری څنګه ورسید.
هغه وویل چی د سیمې دقیق څیړلو وروسته به نور دقیق جزییات ارائه کړی.
مسلح مهاجمان نن سه شنبه سهار نږدی ۹:۳۰ بجی، د لوی اختر په لومړۍ ورځ، په داسی حال کې چی اختر لمونځ په ارګ ماڼۍ کې پای ته رسیدلی وو، د یو باربری موټر څخه په ګټه اخیستنه لومړۍ راکتی بریدونه د ارګ ماڼۍ په وړاندی ترسره کړي او وروسته د امنیتی ځواکونو سره نښته کړی دی.
د مهاجمانو شمیر څخه دقیق اطلاع نشته، ځینی یی دری تنه او ځینی یی ۷ تنه بولی چی له منځه وړل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس خبرنګاره چی ارګ ماڼۍ کې لوی اختر لمانځه مراسمو کې ګډون کړی وو وویل چی راکتی بریدونه د اختر لمانځه ترسره کیدو وروسته وشوه. هغه وویل چی ۱۵ چاودنو غږ یی اوریدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس خبرنګار وویل چی یواځی د ولسمشر خبرو په جریان کې د ۷ څخه ډیر راکتونه فیر شو.
تراوسه هم کوم ډله ددی بریدونو مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی، خوړ طالبان تیره ورځ د حکومت مشروط اوربند سره مخالفت وکړ.
 
https://avapress.com/vdcfm1dy1w6dv0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته