د کندز سیمهییز چارواکي وايي چې د کندز – تخار له لارې د تښتول شوېو مسافرینو له ډلې څخه ۹۲ تنه یې خوشې شوي او ۳۶ تنه یې لا هم د وسلهوالو مخالفینو په بند کې دي.
کندز-تخار له لاری تښتول شویو مسافرینو څخه ۹۲ تنه بیرته خوشې شوي
29 اسد 1397 ساعت 22:02
د کندز سیمهییز چارواکي وايي چې د کندز – تخار له لارې د تښتول شوېو مسافرینو له ډلې څخه ۹۲ تنه یې خوشې شوي او ۳۶ تنه یې لا هم د وسلهوالو مخالفینو په بند کې دي.
د کندز د خاناباد ولسوال حیاتالله امیري د آزادی راډیو سره په خبرو کې ویلي چې نن سهار وسلهوالو طالبانو د کندز – تخار پر لويې لارې د درې عرادې ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکو موټرونه سپرلۍ له ځانه بېولې وې، خو د سپينږېرو په هڅو سره ۹۲ تنه یې د دغې ډلې له منګلو څخه ازاد شوي او ۳۶ تنه یې لا هم د وسلهوالو طالبانو په اسارت کې دي.
ښاغلي امیري زیاته کړه:
"په مجموع کې ۹۲ تنه د درې مسافر وړونکو بسونو سپرلۍ د طالبانو له لوري خوشې شوي او ۳۶ تنه یې لا هم د وسلهوالو طالبانو په اسارت کې دي چې هغوی تذکرې نه درلودې او هڅې روانې دي چې پاتې شمېر هم د هغوی له اسارته ازاد شي."
ښاغلي امیري زیاته کړه چې اوسمهال په سیمه کې د پاتې یرغمل شوېو مسافرینو د خوشې کېدو په هدف د قومي مشرانو هڅې روانې دي، څو د وسلهوالو طالبانو له اسارته ازاد شي.
د ولسوال په خبره چې تښتول شوي مسافران ټول ملکي وګړي دي.
په ورته وخت کې د کندز ولایتي شورا هم د دې ولایت د لویو لارو د امنیت په اړه اندېښنه وښوده او سربېره پر دې د کندز سیمهییز چارواکي د دې ولایت د امنیت د تأمینولو په برخه کې پاتې بولي.
له دې سره سم د کندز د مدني ټولنو رئیس عنایت الله خلیق هم پر حکومت غږ کوي چې د کندز– تخار د لويې لارې امنیت ته جدي توجه وکړي، څو خلک په ډاډه زړه پر دغې لارې ګاونډیو ولایتونو ته تګ را تګ وکړي.
دغه راز کندزیان هم وايي چې د کندز – تخار لويه لار له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ ده او خلک په ډاډه زړه پر دغې لارې تګ را تګ نهشي کولاي.
کندزیان وايي چې په وارـ وار دوی د کندز – تخار او د کندز – بغلان د لويو لارو د امنیتي وضعیت په اړه خپل غږ پورته کړی دی، خو لا تراوسه پورې پهدې اړه د کندز د سیمهییزو چارواکو له لوري کوټلي ګامونه نهدي پورته شوي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم تأیید کړې چې دا کسان د دوی له خوا د تلاشۍ په هدف له موټرو ښکته شوي دي، نوموړي ویلي چې له تحقیقاتو وروسته یې ګڼ شمېر له دې کسانو خوشې کړي او له پاتې نورو هم پوښتنې ګرویږنې کوي که دولتي کارکوونکي او د امنتیي ځواکونو غړي نه وي هغه به خوشې شي.
افغان چارواکي وايي، ټول برمته شوي کسان ولسي خلک دي.
د مطلب کود: 169218