دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۳
د مطلب کود : 169158
د افغانستان او فلسطین لوبه مساوي ختمه شوه
د فوټبال په یوه دوستانه سیالی کې د افغانستان او فلسطین ملي لوبډلو تر منځ لوبه د يو، يو پر وړاندې مساوي شوه.

دواړو غاړو  په لومړۍ او دويمه نيمه کې بریدونه وکړل خو د افغانستان او فلسطین ګول ساتوونکو څو ځله هغه ګولونه ونيول، چې کېدای شول په ګول بدل شي.
د افغانستان او فلسطین د ګول ساتوونکو او د دفاعي لوبغاړو همدا په زړه پورې لوبه د دې لامل شوه، چې لوبه پرته له کوم ګول نه مساوي پای ته ورسېږي.
نننی دوستانه لوبه د افغانستان په کوربه توب په پلازمېنه کابل ښار کې ترسره شوه.
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان فوټبال فډراسیون له شاوخوا پنځه کاله وروسته په هېواد کې دننه د یوې بهرنی لوبډلې کوربه توب کوي.
دغه لوبه د افغانستان د خپلواکی د ۹۹ یمې کلیزې په مناسبت او د افغانستان په بلنه ترسره شوه.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله تر دې مخکې د فلسطین په وړاندې په دوو لوبو کې  ماتې منلې وه او یوه یې مساوي کړې وه
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcft1dycw6dvya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته