د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د تجربو له مخې هر هغه پرېکړه چې بهرنیانو د افغانستان په اړه کړې، دې هېواد تهیې کومه ګټه نهده رسولې.
سولې شورا: هرډول تصمیم د بهرنیانو له لوری افغانستان ته کوم ګټه نه دی کړي
28 اسد 1397 ساعت 17:27
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د تجربو له مخې هر هغه پرېکړه چې بهرنیانو د افغانستان په اړه کړې، دې هېواد تهیې کومه ګټه نهده رسولې.
پهداسې حال کې چې امریکا له طالبانو سره د مخامخ خبرو په کولو ټینګار کوي، د سولې عالي شورا وايي چې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې له خبرو پرته د دغه هېواد د ستونزې د هواري لپاره بله حللاره نهلیدل کېږي.
د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري وايي چې د بهرنیانو پرېکړې هېڅ وخت د افغانانو په ګټه نهوې او طالبان باید د دې موضوع په پوهېدلو سره له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني.
ښاغلي طاهري وویل چې په سیمهییز او نړیواله کچه هم د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې له خبرو هرکلی شوی دی.
دا خبرې پهداسې حال کې کېږي چې د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده د جمعې په ورځ د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې یو ځل بیا له امریکا سره د مخامخ خبرو غوښتنه کړې ده.
پهدغه پیغام کې د اوربند په اړه څه نهدي ویل شوي، خو د افغانانو په مشرۍ یې د سولې د خبرو په تړاو د امریکا وړاندیز د قبول وړ نهدی ګڼلی او غیر عملي یې بللی دی.
د طالبانو مشرتابه د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې تأیید کړي، خو ویلي یې دي چې دا خبرې مقدماتي وې.
طالب مشران پهداسې حال کې امریکا سره په مخامخ خبرو ټینګار کوي چې افغان حکومت تل دا ویلي چې د سولې خبرې به د افغانانو په مالکیت او مشرۍ کېږي.
د مطلب کود: 169146