کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې ملی امنیت ځواکونو اووه ځانمرګی بریدګر نیولي

25 اسد 1397 ساعت 21:18

په ننګرهار ولایت کې چارواکي وایي د ملي امنیت ریاست موظفینو د جلال اباد ښار له مربوطاتو څخه اووه ځانمرګي بریدګر نیولي.



د ننګرهار والي ویاند تائیدوي چې د ملي امنیت ریاست موظفینو په جلال اباد ښار کې د ځانمرګو بریدګرو اووه کسیزه شبکه نیولې ده.
نوموړی په دې اړه نور جزئایت ورنه کړل او د دولت ضد وسله والو ډلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بلخوا د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي، چې ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ اړوند د ککړک په مياګانو کلي کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې يو موټر بم لمنځه وړی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې وسله والو مخالفينو پلان درلود، چې جلال اباد ښار کې د خپلواکۍ بېرته ګټلو نمانځنې مراسمو او يا هم لوی اختر په ورځو کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې موټر بم چاودنه رامنځته کړي، چې موخې ته له رسيدو وړاندې يې پلان شنډ شو.
 


د مطلب کود: 169004

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169004/په-ننګرهار-کې-ملی-امنیت-ځواکونو-اووه-ځانمرګی-بریدګر-نیولي

آوا
  https://www.avapress.com