نن د غرمې وروسته د کابل ښار په ختېځ کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفتر ته څېرمه چاودنه شوې.
کابل کې ټاکنو کمیسیون دفتر ته نږدی چاودنه
22 اسد 1397 ساعت 15:48
نن د غرمې وروسته د کابل ښار په ختېځ کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفتر ته څېرمه چاودنه شوې.
د کابل د امنیې قوماندانی ویاند حشمت ستانکزي وایي چاودنې د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې او په ترڅ کې د پولیسو یوه سرتیری وژل شوی او یو هم ټپي دی.
ښاغلي ستانکزي زیاته کړه، چې پیښه نن غزمې وروسته شاوخوا ۱:۱۵ رامنځته شوې ده.
د ښاغلي ستانکزي په وینا، یوه ځانمرګي برید چې غوښتل یې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته ځان ورسوي، د برید له ترسره کولو مخکې د پولیسو له خوا وپېژنل شو او تر نیول کېدو وړاندې یې ځان ته چاودنه ورکړه.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د مطلب کود: 168824