دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۴
د مطلب کود : 168702
غزه کې د اسرائیل په ډزو ۳ تنه شهیدان شوي، ۳۰۷ تنه نور ټپیان دي
د غزې روغتیا وزارت وايي، نن سهار د پرون ورځې د لاریون یوه تن ټپي د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه چې له دې سره دجمعې ورځې لاریون د شهیدانو شمېر ۳ تنو ته لوړ شو.



پرون د غزې زرګونه تنه فلسطینیان د بېرته ستنېدو ستر لاريون کې د ګډون لپاره د اسرائیل پولې ته ورټول شوي وو چې د تېر په څېر اشغالګرو عسکرو يې پر وړاندې زیاته زور کارونه کړې ده.

د اشغالګرو په ډزو ۳۰۷ تنه فلسطینیان ټپیان شوي هم دي چې د ځینو يې ټپونه ژور ښودل شوي دي.

د روغتیا وزارت وايي، په شهیدانو کې یو روغتیا پال شامل دی چې د نورو ټپیانو درملنه يې کوله، په ټپیانو کې هم ۵ روغتیا پالان او دوه خبريالان دي.

لاریون کونکو د تېر په څېر ټيرونو ته اور ور اچولی او سوځونکي کاغذبادونه او بالونونه يې د اسرائیل پر لورې خوشي کړي دي.

اشغالګرو عسکرو پر لاریونوالو ډزې کړې او اوښکې بهونکی ګاز يې پرې کارولی دی.

د بېرته ستنېدو لاریون د تنظیم ملي ادارې پر فلسطینیانو غږ کړی چې په راتلونکې جمعه کې دي هم په لاریون کې ګډون وکړي.

دې ادارې هوډ څرګند کړی چې د بېرته ستنېدو لاریونونو ته به دوام ورکوي، تر څو فلسطينی ولس خپل حقونه ترلاسه کړي.
https://avapress.com/vdcjyoev8uqemaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته