د افغان غږ (
افغان غږ خبری آژانس) په ګزارش سره، د مخابراتو وزارت ۵ تنه کارکوونکو محاکمه ناسته د استیناف په محکمه کې تیره ورځ چهارشنبه ترسره شو.
امیل مرجان د مخابراتو وزارت آی تی مسؤول او زمریالی وفا ددی وزارت بل کارمند چی په لومړۍ او ابتدایی محکمه کې بی ګناه پیژندل شوی وو د استیناف په محکمه کې ګناه کار پیژندل شوی او هر یو یی شپږ میاشتی بند او ۳۷۶۹ دالرو نقدی جریمه باندی محکوم شوی دی.
یاسین، عبدالقادر او شیر احمد هم د هغوی جرمی شریکانو په حیث هر یو ۱۲۰۰۰ افغانی جریمه باندی محکوم شوی دی.
هغوی د وظیفه ای صلاحیتونو څخه ناوړه ګټه پورته کولو او همدارنګه بیت المال پیسو حیف او میل لپاره محاکمه شو.