د هلمند ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي چې د ګرمسېر ولسوالۍ شمالان سيمه کې پرون ماسپښين مهال يو د وسله والو طالبانو یو تن قومندان باران، چې په خپل کور کې د ماينونو په جوړونې بوخت وه او ورسره دوه زامن او يو ورور هم موجود وو، ورباندې چاودېدونکي توکو چادنه کړې ده ، چې له مخې يې دده په ګډون درې تنه وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د دې چاودنې له کبله د همدې کورنۍ ۷ ماشومان او ۴ مېرمنې هم سختې ژوبلې شوې دي، چې اوس مهال تر درملنې لاندې دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یا یوناما وایي چې د ۲۰۱۸ د جنوري له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰ نېټې پورې موده رانغاړي، ښیي چې د لومړیو شپږو میاشتو په اوږدو کې ډیر – ۱۶۹۲ تنه مړه – مکلیان وژل شوي، چې دغه شمیره د تیرو لسو کلونو په پرتله له کومه چې د ملکیانو مرګ ژوبله ثبتیږي، ډیره ده.
د یوناما په راپور کې راغلي چې د دولت ضد عناصرو له خوا په بریدونو کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکو توکو کارونه د ملکي تلفاتو مخکښ لامل پاتې شوی.
د یوناما په وینا، د دولت ضد عناصرو له خوا د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو فشاري توکو روانې بې توپیره او ناقانونه کارونې ۳۱۴ ملکي تلفات (۱۱۴ مړینې او ۲۰۰ ټپیان) اړولي، چې زیاتره یې طالبانو ته منسوب شوي.