کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ولسمشریزو ټاکنو د نیټې د اعلان په اړه د ارګ ماڼی او یوناما عکس العمل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 اسد 1397 ساعت 15:44

د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا د ولسمشریزو ټاکڼو د نیټې د اعلان هرکلی وکړ.


ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي چې ”د ملي یووالي حکومت رهبري تېره اونۍ د ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل چې د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو نېټه اعلان کړي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۸ لمریز کال د وري ۳۱ د جمهوري ریاست د ټاکنو ورځ اعلان کړې، ملي یووالي حکومت د دې تصمیم هرکلی کوي او د ټاکنو لپاره ټول لازم چمتووالي نیسي. “
بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي  (یوناما) وایي د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ټاکنو د خپلواک کمیسون د ۲۰۱۹ کال د اپریل د ۲۰ مې نېټې د اعلان هرکلی کوي .
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وویل: “ننی اعلان په افغانستان کې د ولسواکۍ لپارهمهمه شیبه ده. مونږ له ټولو ګوندونو څخه غواړو چې د اړین مهالویش د ډاډمنتیا او باور وړ ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کولو لپارهخپل مسؤلیتونه ترسره کړي”.
یوناما په یوه بیان کې ویلي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د لومړنیو شمېرو له مخې، د ۳ میلونه مېرمنو په ګډون، شاوخوا ۸.۹ میلونه افغانانو د سږکال ولسي جرګې، ولسوالیو شوراګانو او د ۲۰۱۹ کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوملیکنه کړې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې یوناما د راجستر شوو رایه ورکوونکو څواړخیزه او بشپړ تایید تمه لري تر څو د بې نظمیو مخه ونیول شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې یوناما په پوره بې پریتوب د ټاکنو د ترسره کولو په برخه کې د افغانستان د ټاکنو د مدیریت کونکو ادارو سره مرسته کوي. همداشان د ټاکنیزې پروسې د بشپړتیا، تداوم او هر اړخیزتوب لپاره کار کوي


د مطلب کود: 168181

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168181/د-ولسمشریزو-ټاکنو-نیټې-اعلان-په-اړه-ارګ-ماڼی-او-یوناما-عکس-العمل

آوا
  https://www.avapress.com