کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بادغیس کې د څلورو تنو تروریستانو نیول کیدنه

10 اسد 1397 ساعت 12:00

په بادغیس کې امنیتی سرچینه خبر ورکوی چی د غوث الدین مشهور په سیاه خان تروریستی ډلې څلور غړۍ په دی ولایت کې نیول شوی دی.



د آوا په ګزارش سره، دا تروریستان چی د قادس په ولسوالی کې دولت ضد فعالیتونه درلودل، تیره شپه چی مرکز قلعه نو کې د حکومتی مامورینو ترور او انفجاری بریدونو ترسره کولو قصد درلود، د بادغیس پولیسو له لوری نیول شوی دی.
دری عراده موترسایکل او ځینی مهمات هم د پولیسو لاسته ورغلی دی.
د یادولو وړ دی چی مخکې اختر پهلوان چی د طالبانو یو مشهور قوماندان په بندسبزک هرات او بادغیس لویی لاره کې وو هم د پولیسو له لوری وژل شوی او دا څلور تنه ددی ډلې خرابکارانه غړیو څخه دی.
 


د مطلب کود: 168159

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168159/په-بادغیس-کې-د-څلورو-تنو-تروریستانو-نیول-کیدنه

آوا
  https://www.avapress.com