د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر بینا په دی اړه وویل چې د پېښې ځای ته امنیتي کسان ورغلي او وروسته به معلومه شي چې دا څه ډول چاودنه وه او هدفيې څه و.
ده وویل، ټپان چې یوه پهکې ښځه ده، ټول ملکي کسان دي او د پولیسو لهخوا روغتون ته لېږدول شوي دي.
د پېښې یوه عیني شاهد وویل چې دا ماین د ریموټ کنټرول په واسطه عیار شوی و او کله چې له دې ځایه یو موټر تېر شو، نو په تعقیبيې چاودنه وشوه.
نوموړي چې ټپیان لیدلي وو، د ښځې روغتیايي حالتيې نازک وښود.
د دې چاودنې مسؤلیت تر دې دمه چا نهدی منلی.