کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خواجه اصف: د ټاکنو پایلو او په اړه یی درغلی ادعاوو څیړلو لپاره کمیسیون جوړ شی

8 اسد 1397 ساعت 17:02

د پاکستان د پخواني صدراعظم نواز شریف مسلم لیګ «ن» ګوند په وروستیو پارلماني انتخاباتو د درغلیو د ادعاوو په اړه د رسمي پلټنو غوښتنه وکړه.



د مسلم لیګ «ن» لوړ رتبه غړي خواجه اصف د یکشنبې په ورځ د انتخاباتو د پایلو د پلټلو لپاره د یوه قضايي کمېسیون د جوړېدو غوښتنه وکړه.
د پاکستان په وروستیو عامو انتخاباتو کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند زیاتې څوکۍ ګتلي دي او د زنداني نواز شریف مسلم لیګ «ن» بیا په دوهم قدم کې زیاتې رأیې ترلاسه کړې دي.
که څه هم د تحریک انصاف ګوند په یوازې سر د حکومت د جوړولو لپاره په پارلمان کې اړین اکثریت نه‌دی ګټلی، خو وايي چې د یوه ائتلافي حکومت د تشکیل لپاره د نورو ډلو ملاتړ له ځانه سره لري.
د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف د پاکستان د پارلمان د ۲۶۹ څوکیو نه ۱۱۵ او د نواز شریف مسلم لیګ «ن» ګوند ۶۴ سیټونه خپل کړي دي.


د مطلب کود: 168029

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168029/خواجه-اصف-د-ټاکنو-پایلو-او-په-اړه-یی-درغلی-ادعاوو-څیړلو-لپاره-کمیسیون-جوړ-شی

آوا
  https://www.avapress.com