د پکتیا چارواکي وایي، څلور لسیزې وړاندې، په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د جرمني هېواد په مرسته د حجارۍ او نجارۍ په جوړه شوې فابریکه کې د تعمیراتي توکو او فرنیچر د تولید ترڅنګ، د سيمې کابو درې زره کسانو ته د کار کولو زمینه هم مساعده شوې ده.
په پکتیا کې حجارۍ او نجارۍ فابریکه ډیر کسان په کار مصروف کړي
7 اسد 1397 ساعت 12:44
د پکتیا چارواکي وایي، څلور لسیزې وړاندې، په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د جرمني هېواد په مرسته د حجارۍ او نجارۍ په جوړه شوې فابریکه کې د تعمیراتي توکو او فرنیچر د تولید ترڅنګ، د سيمې کابو درې زره کسانو ته د کار کولو زمینه هم مساعده شوې ده.
د پکتیا والي شمیم خان کټوازي او د دغه ولایت د ولایتي شورا رئیس عبدالمالک مجاهدپه افغانستان کې د جرمني هېواد سفیر ښاغلي والټر هیسمن چې په ګردېز کې یې د خلکو او ولایتي چارواکو په ګډه غونډه کې ګډون کړی و، وړاندیز کړی چې هېواد یې د منډهیر غره د ځنګلونو په بیا احیا او د حجارۍ او نجارۍ فابریکې پر فعالولو اقدام وکړي.
په افغانستان کې د جرمني هېواد سفیر ښاغلي والټر هیسمن وویل چې هېواد یې له افغانستان سره د رښتنې دوستۍ لرغوني سابقه لري او اوس هم په افغانستان او په ځانګړې توګه په پکتیا کې د رغنیزو پروژو پلي کولو ته ژمن دی.
منډهیر غر د پکتیا ولایت د هغو غرونو له جملې څخه دی چې پر ګڼو مثمرو او غیر مثمرو ونو پوښلی دی.
د مطلب کود: 167928