کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې برید ملی امنیت منسوبینو ته مرګ ژوبله اړولي

4 اسد 1397 ساعت 13:18

امنیتي چارواکي وایي په پلازمېنه کابل ښار کې ځانمرګي برید د ملي امنیت ریاست منسوبینو ته مرګ ژوبله اړولې ده.



د کابل امنیه قوماندانی ویاند حشمت ستانکزي وایي پیښه نن سهار شاوخوا ۵ بجې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند باغ داود سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاته کړه، چې د برید په ترڅ کې پنځه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
په افغانستان کې د طالبانو ډله د برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی.
یاد ډله د یو بیان په خپرلو سره ادعا کړی چې د کابل ښار په کمپني سیمه کې د صفر یو قطعې پر منسوبینو د برید په ترڅ کې لسګونو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د دولت ضد وسله والې ډلې هڅې کوي ترڅو د هېواد په مهمو ښارونو او ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړي.


د مطلب کود: 167778

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167778/کابل-کې-برید-ملی-امنیت-منسوبینو-ته-مرګ-ژوبله-اړولي

آوا
  https://www.avapress.com